د ازادۍ جبهه: طالبانو د کورونو په پلټلو سره د حفیظ الله امین دوره را ژوندۍ کړې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر په کابل کې د کور په کور پلټنه له خلکو څخه د طالبانو د وېرې نښه ګڼي.

داوود ناجي د سې شنبه په ورځ د اګسا امنیتي ادارې ته په اشارې سره وویل، چې دا کړنه «د حفیظ الله امین دوره کې د اګسا یادونه ده.»

اګسا په افغانستان کې د تره کي او حفيظ الله امين د کمونستي واکمنۍ پر مهال يوه امنيتي اداره وه، چې د دولت د سلګونو مخالفينو او بې ګناه خلکو د نيولو او وژلو مسووليت يې پر غاړه درلود.

د کابل پر هوايي ډګر د ازادۍ جبهې له راکټي برید وروسته طالبانو د سې شنبه په ورځ په خیرخانه کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

داوود ناجي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دا کړنه د طالبانو دغه ادعا چې په افغانستان کې یې سرتاسري امنیت راوستی، تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړه: «د دغې ډلې د واکمنۍ په درې کلنه موده کې د اته میلیونو انسانانو کډوالي، له عامو خلکو د زندانونو ډکول، د ښځو د اعتراضونو دوام او د رسنیو تړل دا ټول د افغانانو له خوا د طالبانو نه منل څرګندوي.»

د ناجي په وینا، دا موضوعګانې د طالبانو د حکومت د "بې ثباتۍ تر ټولو مهم عامل" دي.

طالبانو د سې شنبه په ورځ د کابل په خیرخانه کې کور په کور تالاشۍ پیل کړي او راپورونه وايي، چې د خیرخانې سرکوتل کې د ۱۱مې حوزې څخه تر ۱۷مې حوزې پورې د کچالو پوسته محاصره شوې.

طالبانو د ازادۍ جبهې د راکټي برید او د کورونو د تالاشۍ په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو