د ازادۍ جبهې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو د ۹ غړو د مرګژوبلې خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل او کاپيسا ولایتونو کې د طالبانو د ۵ غړو د وژل کېدو او د ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
یادې جبهې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل ښار د اتمې حوزې په شاوخوا سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو په موټر برید کې د یادې ډلې ۲ غړي وژلي او ۲ نور ټپيان کړي.

دغې جبهې په یوې جلا خبرپاڼه کې بیا ویلي، چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهار سیمه کې یې جنګیالیو په یوه بل عملیات کې د طالبانو درې غړي وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله خبرپاڼه کې له ملکي کسانو غوښتي، چې د طالبانو له ډلې سره واټن وساتي.
یاده جبهه وایي، چې د کابل په هوایي ډګر کې د دوی له عملیاتو وروسته طالبانو په کابل ښار کې د کور په کور پلټلو لړۍ پیل کړې ده او د ملکي کسانو په ځورولو لاس پورې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې دوه ورځې مخکې د کابل هوايي ډګر پر نظامي برخه د توغندیزو بریدونو خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې په دې بریدونو کې یې طالبانو ته سخت ځاني او مالي زیانانونه اړولي دي.
د ازادۍ جبهې په ځلونو ویلي، چې موخه یې په افغانستان کې د قانوني نظام رامنځته کول دي او غواړي افغانان د طالبانو له ظلمونو څخه وساتي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ازادۍ او مقاومت جبهې جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کوي، چې د دوی په وینا تراوسه یې د طالبانو لسګونو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو