د ځوانانو اسیا جام سیالیو پر دوام د افغان ابدالیانو کرېکټ ملي لوبډله نن د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د عمان په کوربهتوب پېلېږي.
په دغو سیالیو کې افغان ابداليانو وړمه ورځ د ۴ وېکټو په توپير د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې دویمه بريا هم خپله کړه.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا الف کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
افغان ابدالیانو د دوو لوبو په ګټلو سره ۴ نمرې ترلاسه کړې دي، چې د خپل ګروپ د نوملړ په سر کې ځای یې خپل کړی دی.
په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام د ګټلو په موخه د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د افغانستان لهخوا په دغو سیالیو کې لوبډلمشري د دروېش رسولي په غاړه ده.
د دروېش رسولي ترڅنګ په دغو سیالیو کې زبېد الله اکبري، وفي الله تره خېل، بلال سمیع، محمد اسحاق شېرزاد، نعمان شاه اغا، شرف الدین اشرف، ننګیالی خروټی، کریم جنت، الله محمد غضنفر، قیس احمد کامهوال، فریدالله داوودزی، صدیق الله اتل، شاهدالله کمال او عبدالرحمن رحماني لوبېږي.