طالبان وايي، په تخار کې یې ۱۴ تنه د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو په تور نیولي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د تخار د کرنې ریاست د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په تخار کې د دغې ډلې د ځنګلونو د ساتنې قطعې ۱۴ کسان د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو په تور نیولي دي.

طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې چې هلته ډیر ځنګلونه دي، د شنې قطعې په نوم د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړې چې په دغو ولایتونو کې له ځنګلونو ساتنه کوي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون نن سې شنبه د (لړم لومړۍ نېټه) د تخار د کرنې ریاست د چارواکو له قوله ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې شنې قطعې ځواکونو د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د «سنګان» سیمې ۱۴ تنه اوسېدونکي د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو په تور نیولي دي.
تخار کې طالب چارواکو ویلي، دغو کسانو چې د شپې لخوا یې ځنګلونه پرېکول له ۳۰ متره مکعبه لرګیو سره لاس په لاس نیولي دي.
د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو تر څنګ کونړ، نورستان، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې غرونه یې په بې شمېره شنو ځنګلونو پوښلي دي او تر ډیره بریده یې ځنګلونه په ناقانونه ډول پرې کیږي او د کړکیو، الماریو، دروازو او نورو اړتیا وړ توکو تر څنګ د سون لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون نورو ولایتونو ته لیږدول کیږي.
طالبانو په هغو ولایتونو کې چې غرونه یې زیات ځنګلونه لري د شنې قطعې په نوم د ځنګلونو د ساتنې په موخه ځانګړې قطعه جوړه کړې او له هغو کسانو مخنیوی کوي چې ځنګلونه په ناقانونه ډول پرې کوي.
د افغانستان د ختيځو او سوېل ختیځو سیمو ۱،۷ میلیونه هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښلې ده. چې غوښنه برخه یې د کونړ او نورستان غرونه یادیږي، دغه هیواد تر ټولو ډیر د لویو لرګیو (چهارتراشو) مرکز بلل کیږي چې په سیمه کې د ښه کیفیت لرونکو لرګیو (نښتر) بې مثاله چهارتراش یې تولیدول.
د معلوماتو له مخې له ۱۹۷۸م کال نیولې تر ۲۰۰۶م کال پورې د دغو ځنګلونو ۸۵ سلنه برخه وهل شوې او د پاکستان په ګډون ځینو نورو هيوادونو ته قاچاق شوې ده.

نور خبرونه

رادیو