اېمرجېنګ اسيا کرکټ جام: افغان ابدالیانو هانکانګ لوبډلې ته لوبه وبایلله

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د ایمرجینګ کرکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو په لړ کې هانکانګ الف لوبډلې د پنځو وېکټو په توپير افغان ابداليانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا د افغانستان کرکټ الف لوبډلې درېيمه لوبه وه، چې لومړۍ دوې یې وګټلې او په نننۍ لوبه کې يې ماته وخوړه.

د اېمرجینګ اسیا کرکټ جام سياليو په لړ کې د افغانستان او هانکانګ الف لوبډلو ترمنځ د سې شنبې ورځې د سيالۍ پچه افغان ابداليانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ابداليانو کرکټ لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هانکانګ ته ۱۳۲ منډې هدف وټاکه.

صدیق الله اتل ۵۲، کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

هانکانګ الف کرکټ لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د پنځو وېکټو په توپير ماته ورکړه.
له افغانستان سره په دې ګروپ کې سريلانکا، بنګله دېش او هانکانګ لوبډلې ځای لري.

افغانستان په دې سياليو کې بنګله دېش او سريلانکا ته ماتې ورکړې او له هنکانګ نه یې ماته وخوړه. هنکانګ بیا له سريلانکا ماته خوړلې او دوې برياوي لري.

افغانستان په لوړ توپير د لوبو د ګټلو له کبله د دريو نومرو په درلودو سره د ګروپ په سر کې او هنکانګ هم په دریو نومرو د ګروپ په دويم ځای کې دی.

نور خبرونه

رادیو