د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله، اسیا جام ته د لارموندنې په موخه د فلیپین د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د اسیا جام فوټبال سیالیو لپاره د لارموندنې سیالۍ په کمبودیا کې ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغانستان د فوټبال له۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د ماسپښین یوه نیمه بجه د فلپیین په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکو او لوبغاړو تر منځ د فلیپین په وړاندې د لوبې د چمتوالي او د لوبډلې د قوي او کمزورو ټکو په اړه هم ناسته شوې ده.
د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال لوبغاړو له لوبې څخه وړاندې د کمبودیا په پنوم ښار کې دوه پرله پسې ورځې سخت تمرینونه هم کړي دي.
افغان لوبغاړي وايي، پوره هڅه کوي، چې د اسیا جام ته لاره ومومي.