د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي لپاره نن دوشنبه خپله لومړۍ لوبه د فلیپین له لوبډلې سره تر سره کړه.
افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نيمایي کې ۲ ګولونه تر سره کړل او دويمه نيمايي یې ښه پيل کړه، چې ۶ ګولونه یې وکړل.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري ګولونه وکړل.
د افغانستان لوبډله د دغو سیاليو په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکايو له لوبډلو سره لوبيږي.
په دې بریا سره ډېر امکان شته، چې افغان لوبډله د ګروپ د سر ځای ونیسي.
د الیاس احمد منوچهر تر روزنې لاندي به افغان لوبغاړي دوې ورځې وروسته له مکايو لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي او خپل بخت به ازمويي.