د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو د تازه دوو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شو.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز د راپور له مخې، تېره ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو دوه تازه پېښې ثبتې شوې دي.
د دغه مرکز د راپور له مخې، د پولیو یادې دوه پېښې د سند ایالت په سانګړ او خاص میرپور ولسوالیو کې ثبتې شوې دي.
د پولیو د دغو دوو تازه پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو د مرکز د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د پولیو ډیرې۲۰ مثبتې پېښې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې، ۱۲ په سند ایالت کې، پنځه په خیبر پښتونخوا او یوه یوه په پنجاب او اسلام کې ثبتې شوې دي.
له دې یوه ورځ وړاندې هم د پولیو درې مثبتې پېښې په بلوچستان او یوه په خیبر پښتونخوا کې ثبتې شوې وې.
د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د پولیو ضد واکسین به د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په ټول هېواد کې پیل شي او په دغه دوره کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.