په افغانستان کې د یونېسف په ملاتړ '۳۰ زره' روغتیايي کارکوونکي کار کوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۹

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان په ملاتړ «۳۰ زره» روغتیايي کارکوونکي کار کوي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې دغه کارکونکي کورونو ته په ورتګ سره ماشومانو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې سږ کال ۳۴۳ زره په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان د افغانستان روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

شکیبا، چې په بامیانو کې د یونېسف د رضاکارو روغتیایي کارکونکو له ډلې ده، چې په یوه ویډیو کې یې ویلي، ویاړي چې یو خوارځواکی ماشوم بیرته خپل عادي ژوند ته راګرځي.

دغه سازمان ویلي، چې روغتیايي خواړه د ماشومانو د رغېدو لپاره مهم دي او په افغانستان کې یوازې یونېسف دغه خواړه برابروي.

تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب په زیاتیدونکي ناورین بدل شوی او ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي چې له دغو ماشومانو څخه ۸۵۰ زره یې په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

نور خبرونه

رادیو