د ځوانانو اسيا جام کرېکټ سیاليو په لړ کې افغان ابداليانو د ۴ وېکټو په توپير د بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې دویمه بريا خپله کړه.
افغان توپوهونکي صديق اتل ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله.
د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سيالۍ چې د يکشنبې په ورځ د افغان ابداليانو او د بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ وشوې، د لوبې پچه افغان ابدالیانو وګټله او لومړی يې د ټوپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.
د بنګله دېش الف لوبډلې په شل اوره لوبو کې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو افغان ابداليانو ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په توپ اچونکو کې بلال سمېع، کريم جنت، قيس احمد او شرف الدين يو - يو لوبغاړي وسوځول.
د افغان ابداليانو لوبډلې په ۱۹.۱ اور کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د بنګله دېش الف لوبډلې ته یې د ۴ وېکټو په توپير سره ماتې ورکړه.
په افغان لوبډله کې صديق اتل ښه توپوهنه وکړه او د ۹۵ ناسوځېدلو منډو پر مټ يې بری خپل کړ.
د ویلو ده، چې په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام ګټلو په موخه یو د بل پر وړاندې سره لوبېږي.
د دغو هېوادونو الف لوبډلو په خپلو ګروپونو کې یوه - یوه لوبه ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې بنګله دېش او افغانستان دواړو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.