د «زوی د افغانستان» په نامه د افغان سیاست‌وال عبدالرحمن پژواک د کتاب مخکتنه وشوه

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

د افغان لیکوال او سیاست‌وال عبدالرحمن پژواک د «زوی د افغانستان» په نامه کتاب څخه مخکتنه وشوه.

په دغې مخکتنه کې چې د پژواک بنسټ له‌خوا په انلاین بڼه جوړه شوې وه، د هغه د کورنۍ د غړو تر څنګ ګڼو افغان لیکوالانو، سیاست‌والو ، خبریالانو او د پژواک ګڼو مینه‌والو برخه اخیستې وه.
په مخکتنه کې لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال ښاغلی پژواک د افغانستان په سیاسي ډګر کې نه هېرېدونکې څېره یاده کړه او ویې ویل، چې ښاغلي پژواک د افغانانو لپاره د سیاست او فرهنګ په ډګر کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او ګڼ اثار یې په دغو برخو کې په میراث پرېښي دي.
ښاغلي لیوال زیاته کړه:« عبدالرحمن پژواک نه یواځې د خپلې زمانې خلکو ته په خپلو لېکنو کې پاملرنه کړې؛ بلکې د اوسنۍ زمانې خلکو ته یې هم داسې ګټورې سپارښتنې کړې، چې لا هم عملي بڼه لري.»
د کتاب په مخکتنه کې د افغاني سرې میاشتې پخوانۍ مشرې نیلاب مبارز هم خبرې وکړې او پژواک ته یې د هغه ازاد خیاله لیکوال او سیاست‌وال خطاب وکړ، چې هېڅکله یې غلامۍ ته سر ټیټ کړی نه دی.
د اغلې مبارز په وینا:« ښاغلي پژواک د ملګرو ملتونو منشور تعدیل کړ او د نړۍوالو شخړو او ستونزو په هوارولو کې یې مهمه ونډه لرله، هغه د افغانستان او افغانانو لپاره په نړۍوال دریځ کې نه هېرېدونکې کارنامې پر ځای پرېښې دي.»
د کتاب په مخکتنه کې د عبدالرحمن پژواک لمسي فرهاد پژواک وویل، چې په «زوی د افغانستان» نومي کتاب کې د استاد پژواک خاطرې او یادښتونه را غونډ شوي دي.
هغه وویل، چې دا کتاب مخکې یوازې په دري ژبه لیکل شوی و؛ خو اوس پښتو ته هم ژباړل شوی چې د افغانستان ټول خلک یې لوستلای او پرې پوهېدلای شي.
له عبدالرحمن پژاواک څخه د هغه د ژوند په ستړي بهیر کې ګڼې مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ شعرونه او اثار په میراث پاتې دي او په خپلو ټولو لیکنو کې یې د ژوندانه ډېر خواږه او ترخه حقیقتونه په ډېر ظرافت او زوړرتیا سره بیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو