نواز شریف پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سفر ښه پیل بولي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر دغه هېواد ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سفر د اسلام اباد او نوي ډېلي د اړیکو د رغېدو لپاره ښه پیل بولي.

جي شنکر تېره چارشنبه او پنجشنبه د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی و.

دا له نهو کلونو وروسته اول ځل دی چې د هند یو وزیر پاکستان ته ځي.

د مسلم لیګ نواز مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د جي شنکر دا سفر ښه ګام بولي، خو زیاتوي چې پاکستان او هند په دې برخه کې وړاندې تګ ته اړتیا لري.

ښاغلی شریف چې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف ورور هم دی، له انډین ایکسپرېس سره په خبرو کې زیاتوي: «د دې اونۍ په پیل کې پاکستان ته د هند د وزیر سفر ښه پیل و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي کې مرسته کولی شي.»

نوموړی زیاتوي، چې تېر ۷۵ کلونه هند او پاکستان وبایلل، خو راتلونکي ۷۵ کلونه یې باید له لاسه ونه وځي.

نواز شریف دا هم وايي، چې په خپله واکمنۍ کې یې له هند سره د اړیکو ښه کولو هڅې وکړې، خو د عمران خان واکمنېدو سره دا هرڅه په اوبو لاهو شول.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې له ګډون سره بیا هم له پاکستاني سیال سره کومه لیدنه نه درلوده.

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو چارواکو د غونډې بهیر کې ښه تعامل درلود، خو نوي ډېلي دا خبر رد کړی دی.

نور خبرونه

رادیو