د ایراني پولیسو مرستیال لوی درستیز سردار قاسم رضایي له خلکو غوښتي، چې د "ناقانونه اتباعو" د هر ډول غونډې د جوړېدو په اړه دې پولیسو ته راپور ورکړي.
ښاغلي رضایی ویلي، چې بانکي کارت، د کور او موټر پېرل یا کرایه کول هم د " بې سنده کډوالو" لپاره غیر قانوني دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: «دا چې له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې زمونږ په دوست او مسلمان هېواد افغانستان کې ناخوالې راغلې، د دې هېواد یو شمېر وګړي د ژوند د دوام لپاره زمونږ هېواد ته کډوال شوي دي. ځیني خلک یې قانوني دې هېواد ته راغلي دي او دوی زمونږ مېلمانه دي چې هېڅ ستونزه په کې نه شته.»
ښاغلی رضایي وایي، چې یو شمېر نور کډوال بیا بې قانونه دې هېواد ته ننوتلي او په کار او ژوند بوخت دي، چې له قانوني اړخه یې دا اقدامات جرم ګڼل کېږي.
دغه ایرانی چارواکی ټینګار کوي، چې په دندېهد ناقانونه بهرنیو کډوالو ګومارنه هم جرم دی او له هغو کسانو سره به قضایي چلند وشي، چې په دې هېواد کې دغو کډوالو ته دندې ورکوي.
سردار قاسم رضایي زیاتوي، چې د نویو سیاستونو له مخې ناقانونه کډوال باید خپل هېواد ته وګرځي او پولیسو یې هم د بېرته ستنولو زمینه برابره کړې ده.
هغه دا یادونه هم وکړه، چې پولیس موظف دي څو ناقانونه کډوال تر پېژندلو وروسته ونیسي او پولو ته یې ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.
د رسمي راپورونو له مخې، ایراني چارواکي هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.