مولانا فضل الرحمان حکومت ته: که په قانون کې خپلسرې لاسوهنې روانې وي، نور ګامونه اخلو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۴

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپلو لسګونو زرو پلویانو تر منځ د دغه هیواد په میرپور خاص ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پوځ او حکومت تورن کړل چې د دغه هیواد په قانون کې د بدلون په راوستو غواړي قومونه سره وویشي.

هغه دغې غونډې ته د وینا پر مهال پوځ ته په اشارې وويل: «که د پاکستان له قومي اسمبلۍ څخه خپل واړه واکمن ونه باسې نو موږ به یې په اړه خپله ګامونه پورته کړو. او موږ پوهیږو چې دا کار څنګه وکړو.»
هغه د پاکستان پر پوځ او حکومت تور پورې کړ چې د پاکستان قانون یې په خپل لاس کې اخیستی او «غواړي چې په خپلو ناسمو بدلونونو سره خپلې ګټې وکړي او د دغه هیواد د قومونو تر منځ بېلوالی راولي.»
خو مولانا فضل الرحمان دا په ډاګه نه کړه چې د پاکستان حکومت او پوځ د دغه هیواد په قانون کې کوم ډول بدلون راولي.
هغه د پاکستان پوځ او حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه چې که په «خپله خوښه د دغه هيواد قانون بدلوي نو دی او پلویان به یې په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.»
تر دې وړاندې هم د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په پاکستان کې د حکومت پر ځینو برخو نیوکې لرلې او د لویو غونډو په رابللو یې حکومت ګواښلی و، خو پر هغه د پاکستان د نورو سیاسي ګوندونو نیوکې دي چې د ده دا ډول نیوکې او ګواښونه تل د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره وي او له حکومت سره تر لږ جوړجاړي وروسته بېرته خپله لاره بدلوي.
پاکستان دا مهال په بد سیاسي، اقتصادي او جګړه ییز حالت کې راګیر دی او له ګاونډیو سره پر ستونزو سربېره په کور دننه د ګوندونو او غورځنګونو تر لوی فشار لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو