په بلوچستان کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژنې په غبرګون کاربندیز پیل کړ

AP ۱۴۰۳ تله ۲۴

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژنې په غبرګون کاربندیز وکړ.
تېره اونۍ د بلوچستان په دکۍ سیمه کې پر کان کېندونکو ناپېژاندو وسله‌والو برید کې د اوو افغانانو په ګدون ۲۱ تنه ووژل شول.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو کان کېدونکو ویلي، تر هغو به خپل کاربندیز ته دوام ورکوي، چې د کان کېندونکو قاتلان نه وي نیول شوي.
همدارنګه اعتراض کوونکي کان کېندونکي وايي، تر هغو به خپلو کارونو ته ونه ګرځي چې د دوی لپاره امنیتي تدابیر نه وي نیول شوي.
د راپور له مخې، کان کېندونکو خبرداری ورکړی، تر هغې چې د امنیت ډاډ نه وي ورکړل شوی؛ تر هغو به هېچاته د ډبرو سکرو په کانونو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.
راپورنه وايي، د بلوچستان حکومت په دکۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري د ۲۱ کان کېندونکو تر وژنې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
تېره اونۍ د بلوچستان په دکۍ سیمه کې د ډبرو سکرو پر کان کېندونکو برید وشو، چې له امله یې د ۷ افغانانو په ګډون ۲۱ تنه کاریګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت (د تلې په ۲۱مه) نېټه اعلان وکړ، چې په بلوچستان کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د وژل شویو اوو تنو افغان کارېګرانو جسدونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

نور خبرونه

رادیو