افغان الف کرېکټ لوبډله په درې اړخيزه لوبلړۍ کې عمان ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لاړه

AP ۱۴۰۳ تله ۲۳

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې عمان ته د ۴۴ منډو په توپير ماتې ورکړه او د سياليو پايلوبې ته يې لار ومونده.

افغان لوبډلمشر دروېش رسولي په ۵۷ توپونو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغان ابداليانو او عمان الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزه لوبلړۍ د درېيمې سيالۍ پچه عمان لوبډلې وګټل او لومړۍ يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان ابدالیانو لوبډلې په شل اورو کې د خپلو درې لوبغاړو په سوځېدو عمان لوبډلې ته ۲۱۲ منډې هدف وټاکه.

د افغان الف کرېکټ لوبډلې په توپوهنه کې لوبډلمشر دروېش رسولي د ۵ څلوريزو او ۹ شپږو په مټ په ۵۷ توپونو ۱۰۹ او کريم جنت بیا په ۲۹ توپونو ۶۰ مندې جوړې کړې.

عمان الف کرېکټ لوبډلې په شل اورو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې کريم جنت او فريدون دوه دوه، بلال سمېع او قيس احمد یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې تېره ورځ په دويمه سيالۍ کې هنکانګ ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

افغان کرېکټ لوبډله به سبا د هنکانګ سره د درې اړخيزه لوبلړۍ پايلوبه تر سره کړي.

د افغانستان، عمان او هنکانګ الف کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب پیل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو