د طالبانو یو پلاوی د کانونو استخراج نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته تللی

AP ۱۴۰۳ تله ۲۳

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د ددغه وزارت د سلاکار وحیدالله حليمي په مشرۍ يو پلاوی چين ته په رسمي سفر لاړ.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې پلاوی به د منرالونو د استخراج په غونډه او نندارتون کې ګډون وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت زياتوي، چې د کنفرانس او نندارتون موخه د کانونو په برخه کې د همکاريو پراختیا ده.
د اعلامیې د معلوماتو له مخي، د کانونو د استخراج په دې غونډه او نندارتون کې تر ۷۰ ډېرو هېوادونو برخه اخيستې او د کانونو په بېلابيلو برخو کې به خبرې اترې او نظرونه سره تبادله کړي.

چين او طالبان د کانونو په استخراج، پروسس او قراردادونو ترلاسه کولو کې ټينګه ملګرتيا لري.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.

نړۍوال سازمانونه او د کانونو د چارو پوهان وايي، د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري او له دې درکه د ترلاسه کېدونکو عوایدو په اړه شفافیت نه ترسترګو کیږي.

نور خبرونه

رادیو