د طالبانو ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په میدان وردګو ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسان د غلا او نا مشروع اړیکو په تور په دورو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان هر یو یې په ۲۵-۲۵ دورو او یوازې دوه تنه یې بیا په یوه یوه میاشت تنفیذي بند هم محکوم شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي وو.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا پیل کړې او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، خو بیا هم دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حد جاري کوي.