انتخاب ورځپاڼې د تهران د شاد اباد د اوسپنې په بازار کې د اور لګېدنې په اړه په یو راپور کې د پلورونکو له خولې لیکلي، چې په دې پېښه کې درې افغان کارګران وژل شوي دي.
خو د ایران د عدلي طب اداره وايي، چې د جسدونو د هویت د معلومولو لپاره د ډي اين اې ازموینې ته اړتیا ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا اور لګېدنه د شنبې په ورځ (د تلې ۲۱ مه) شاوخوا دوې بجې شوې ده.
په دې پېښه کې د پایپونو او ګازو لسګونه دوکانونه او ګودامونه سوځېدلي دي.
پلورونکو ورځپاڼې ته ویلي، چې اورلګېدنه د اور له بڅرکو، ګازې سپېرې او پلتو څخه رامنځ ته شوې ده.
د تهران د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر ويلي، چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه ايراني چارواکو په دې پېښه کې د وژل شويو درېيو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خونديتوب خدماتي ادارې ویاند سید جلال ملکي ويلي، چې د پلازمېنې په سویل کې د شاد اباد وسپنې په بازار کې د اور لګېدنې په پېښه کې یوازې درې جسدونه موندل شوي دي.
نوموړي وويل: "دغه کسان د اور لګېدنې له امله مړه شوي او جسدونه يې پوليسو ته سپارل شوي، چې ددغو کسانو هويت به له قانوني لارو چارو وروسته د پوليسو له خوا اعلان شي."
خو د دوشنبې په ورځ انتخاب ورځپاڼې د دې پېښې په تفصیلي راپور کې د پارسیان کمپلکس د یو پلورونکي په حواله د اورلګېدنې اړوند لیکلي: "کیسه هماغه ده، چې نور پلورونکي یې وايي."
د نوموړي په خبره: «کله چې اورلګیدنه پیل شوه، دا افغان کارګران هټۍ ته ننوتل او غوښتل يې کړکۍ او دروازې بندي کړي تر څو اور د خپرېدو مخه ونيسي. په همدې وخت کې ټوله برېښنا قطعه شوه او همدا درې کسان، چې کاګران وو په دوکان کې بند پاته شول.»
د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پارسیان کمپلیکس په ۱۹۹۰ لسیزه کې جوړ شوی او نسبتا نوی دی.
د تهران د ښاروالۍ د اور وژنې ادارې مشر وویل، چې په دې کمپلیکس کې هیڅ معیاري اصول نه دي مراعت شوي.