طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان په عام محضر کې په دورو ووهل.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په دورو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان له پنځلسو ورځو تر درې کاله بند او هر یو یې له لسو دورو تر ۳۹ دورو محکوم شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ په کندهار ولایت کې هم یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په دورو وواهه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول پیل کړي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.