یاده لوبلړۍ د عمان هېواد په کوربه توبه، د عمان، افغانستان او هانکانګ د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه هنکانګ الف لوبډلې له عمان څخه د دوو ویکېټو په توپير وګټله.
د عمان په کوربه توب د عمان، افغانستان او هنکانګ د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې شل اوره لوبو لړۍ تېره ورځ په عمان کې پیل شوه.
یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د هنکانګ کرېکټ الف لوبډلې د دوو ویکېټو په توپير له عمان الف لوبډلې څخه وګټله.
د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن په سیمه ییز وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې او هنکانګ لوبډلې ترمنخ ترسره کیږي.
افغان کرېکت بورد یادې درې اړخیرې لوبلړۍ لپاره د درویش رسولي په لوبدلمشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله عمان ته لیږلي ده.
د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې تر لوبلړۍ وړاندې د کوربه عمان الف لوبډلې سره دوه لوبې ترسره کړې، چې یوه لوبه عمان الف لوبډلې او یوه لوبه افغان ابدالیانو وګټله.