د افغانستان او عمان د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ دویمه تمریناتي لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، چې د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې له عمانه وګټله.
په دغې لوبه کې ذبید اکبري نېمه سلیزه ووهله او په دې توګه د سیالې لوبډلې لپاره د ۱۹۱ منډو هدف ورکړل شو؛ خو د عمان لوبډله و نه توانېده، چې دغه هدف ته ځان ورسوي.
د عمان لوبډلې په بېګانۍ لوبه کې یوازې ۱۸۴ منډې جوړې کړې.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه عمان ګټلې وه.
د افغانستان کریکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کریکټ الف لوبډله به (د اکټوبر په ۱۳مه) نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې هم برخه واخلي او تر هغې وروسته به اسیا جام سیالیو کې برخه واخلي.