سرچینې: په تخار ولایت کې د طالبانو تاجک قومندان غلام حسین ونیول شو

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو یو ځل بیا د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې خپل تاجک قومندان غلام حسین نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې طالبانو غلام حسین او یو ساتونکی یې له نیولو وروسته کندوز ولایت ته لېږدولی دی.

د سرچینې په خبره، یاد قومندان د چهارشنبې په شپه نیول شوی دی.
غلام حسین کابو درې میاشتې وړاندې هم د تخار ولایت په یاده ولسوالۍ کې له لسګونو ساتونکو سره نیول شوی و او طالبانو په څو ورځو کې د نوموړي څه باندې ۴۰۰ سپکې او درنې وسلې، څو موټرې او ډېر شمېر مهمات ضبط کړي و.
د طالبانو یاد قومندان شاوخوا یوه میاشت د طالبانو په بند کې و او وروسته په دې شرط خوشې شو، چې بیا ځلې به خپل ټاټوبي ته نه ورځي.
سرچینې وویل، چې غلام حسین په وروستیو ورځو کې بېرته خپل ټاټوبي ته تللی و، چې د طالبانو له خوا ونیول شو.
غلام حسین په تخار ولایت کې د حزب اسلامی د ځواکمن قوماندان بشیر قانت له قومندانانو څخه و، چې د خلکو د ځورونې، وژنې او باج اخیستنې په تور د پخواني حکومت له خوا نیول شوی و، خو له بند څخه وتښتېد او له طالبانو سره یو ځای شو.
نوموړی په تخار کې د طالبانو له با نفوذه تاجک قومندانانو څخه دی.
د راپورونو له مخې، غلام حسین په چاه اب ولسوالۍ کې د نور ابه سرو زرو له کان څخه ګټه اخیسته او سلګونه وسله وال یې درلودل.

نور خبرونه

رادیو