د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د هغه کس د نیولو خبر ورکړ، چې یوه ماشومه یې تر «جنسي تیري وروسته وژلې ده.»
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې تورن کس دا نجلۍ لومړی برمته کړې او تر جنسي تیري وروسته یې په ډېرې بې رحمۍ سره وژلې ده.
ښاغلي قانع په خپل اېکس کې لیکلي، چې نیول شوی کس د دې نجلۍ نږدې خپلوان هم دی.
د نوموړي په وینا، دغه کس تر نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
په افغانستان کې له لسیزو راهیسې د ښځو پر وړاندې نه یوازې تاوتریخوالي کېږي بلکې پر دی په ځانګړې توګه پر کوچنیو نجونو د جنسي تېري پېښې ډېرې رامنځته کېږي.
په ډېریو راپورونو کې په افغانستان کې پر ښځو د جنسي تېري لاملونه کورنی تاوتریخوالي، ناسم دودونه، ناوړه اقتصادي وضعیت، د نشه یي توکو کارول او داسې نور بلل شوي دي.
دغو پېښو ته د رسېدو په موخه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې عدلي او قضایي ادارو ته د ښځو لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.