د اسراییل د دفاع وزیر: پر ایران د اسراییل برید به مرګونی، متناسب او حیرانوونکی وي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانټ وايي، پر ایران د اسراییل برید به مرګونی، متناسب او حیرانوونکی وي.

د اسراييل دفاع وزير د ايران د توغندیزو بريدونو په برخه کې د اسراییل د احتمالي غبرګون په اړه وويل، چې د ايران توغنديز بريدونه مرګوني وو؛ خو د کره‌والي د نشتوالي له امله ناکام شول.
‏هغه زیاته کړې:« زموږ بریدونه به داسې وي، چې دوی به نه پوهېږي چې څه پېښ شوي او څنګه به د بریدونو پایلې وګوري.»
د اسراييل دفاع وزير ويلي، هر څوک چې پر اسراييل بريد وکړي، سخته بيه به یې پرې کړي.
د ایران د سپاه پاسداران بیا ویلي و، چې دغه برید د اسراییل له‌خوا د حماس او حزب الله د مشرانو د وروستیو وژنو، په لبنان کې د شوي تېري او په غزه کې د روانې نسل وژنې غچ اخیستنه ده.
د سپاه پاسداران په وینا، د ایران ۹۰ سلنه توغنديو په بریالیتوب سره په اسراییل کې خپل هدفونه په نښه کړي دي.
خو تازه ایران د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانت د ګواښ په ځواب کې بیا ویلي:« زموږ ګوتې هم پر ماشه دي، که اسراییل پر موږ برید وکړي؛ نو دوښمن به له خاورو سره خاورې شي.»
ایراني جنرال وویل، پر ایران هر ډول اسراییلي برید به له ځوابي برید سره مخامخ شي.
هغه وویل، چې د اسراییل دننه هر ډول هدفونه په نښه کولای شي.

نور خبرونه

رادیو