د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه عمان ته د ۷ وېکټو په توپير وبایلله

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د عمان الف کرېکټ لوبډلې په وړاندې د اوو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه.
افغانستان او عمان الف لوبډلو تر منځ دویمه تمریناتي لوبه نن ترسره کېدونکې ده.

د افغانستان او عمان الف لوبډلو خپله لومړنۍ شل اوریزه تمریناتي لوبه تېره ورځ ترسره کړه، چې د عمان الف لوبډلې د اوو وزکټو په توپیر په خپل ګټه پای ته ورسوله.
د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او لومړی یې د سیالې عمان لوبډلې په وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې یوازې شرف الدین اشرف ۵۳ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي ۱۹،۴ اورونو کې د ۱۴۳ منډو په جوړېدو سره وسوځېدل.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان الف لوبډله ونه توانېدله، چې له خپلو ۱۴۳ منډو دفاع وکړي او لوبه د عمان الف لوبډلې د ۷ وېکټیو په توپير وګټله.
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله عربي اماراتو ته په خپل سفر کې عمان الف لوبډلې سره دوه تمریناتي لوبې، د عمان، هانګ کانګ او افغانستان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ او په اېمرجینګ اسیا جام سیالیو کې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو