په ازبکستان کې د طالبانو سفیر په رسمي ډول خپل کار پیل کړ

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف ویلي، چې عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي:« زموږ هېوادونه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره ګډ تاریخ او ګډې ګټې لري، چې په ټولو برخو کې د همکارۍ اړیکو د پراختیا په توګه کار کوي.»
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو سفیر سره یې د دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسلو په اړه هم خبرې کړې دي.
له بل پلوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال قهار بلخي هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې ازبکستان کې د دوی سفير د باورليک کاپي د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ته وسپارله.
هغه لیکلي، چې ښاغلی سعیدوف دغه ګام د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې یو مهم ګام وباله.
نوموړي ویلي، په پام کې ده چې د دوی سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.
تر دې وړاندې چین او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو سفیران منلي وو.

نور خبرونه

رادیو