د طالبانو د روغتیا وزارت: هر کال شاوخوا ۲۵ زره کسان د سترګو لید له لاسه ورکوي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د طالبانو د روغتیا وزارت د سترګو لید د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۵ زره کسان د سترګو لید له لاسه ورکوي. د دې وزارت مرستیال عبدالولي حقاني ادعا کړې چې طالبان په هېواد کې د سترګو د ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړې ده.

هغه د پنجشنبې په ورځ وویل: “سترګې د خدای له سترو نعمتونو څخه دي او باید ورته جدي پاملرنه وشي.”

حقاني وويل، چې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو جوړول، د متخصصينو ګمارل، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د سترګو جراحي عمليات، د عينکو او درملو وېش، د سترګو د ناروغانو درملنه او د ستراتيژيک پلان نوي کول په دې برخه کې د طالبانو له کړنو څخه دي.

نور خبرونه

رادیو