طالبانو له یو ازبکستاني شرکت سره د یو مېلیارډ ډالرو په ارزښت د ګازو اېستلو تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د اېستلو تړون له یو ازبکستاني شرکت سره د لسو کالو لپاره لاسلیک شو.
د تړون له مخې، قراردادي شرکت به په لومړي کال کې سل مېلیونه ډالره پانګونه کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې نن پنجشنبه د (تلې ۱۹مه) نېټه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستاني شرکت تر منځ د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د استخراج تړون د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تړون د لسو کالو لپاره له دغه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ مېلیونه او په لسو کالو یو میلیارډ ډالره پانګونه کوي.
د تړون له مخې، له اېستل شویو ګازو څخه په لومړیو دوو کالو کې د ۱۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا تولید هم شامل دي.
طالبانو ویلي، چې د فاریاب ولایت د طوطي میدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج سره به یې تر ډېره په کور دننه کې د ګازو اړتیاوې پوره او ډېرو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د طبیعي زېرمو د اېستلو یو شمېر تړونونه له چین سره لاسلیک کړي او پر دغې ډلې تور دی، چې د کانونو د زېرمو په اېستلو کې په لوړه کچه فساد کېږي.

نور خبرونه

رادیو