په کابل کې له څوارلسو ولایتونو څخه د ۲۸۱ لوبغاړو په ګډون د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو مبارزې او کاتا په دوو څانګو کې د اشي هارا کراټې ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۷مه) په کابل کې د افغانستان د اشي هارا کراټې ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
یاد ریاست ویلي، چې دغه سیالۍ د اشي هارا کراټې ملي فدراسیون له لوري د المپیک عمومي کمیټې او بدني روزني او ورزش له لوري پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې له څوارلسو ولایتونو څخه ۲۸۱ لوبغاړو ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ به شپږ ورځې دوام ولري او په پایله کې به یې د ۲۸۱ لوبغاړو له ډلې څخه ۱۳۰ تنه لوبغاړي د اشي هارا ملي لوبډلې ته غوره شي.