امریکا وایي طالبان لا هم د یوه «نړۍوال ترهګريز سازمان» په توګه پېژنې

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د طالبانو په وړاندې د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او واشنګټن لا هم دغه ډله د یوه «نړۍوال ترهګريز سازمان» په توګه پیژني.

متیو میلر وویل له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په اړه د طالبانو په چلند کې په بنسټیزو بدلونونو پورې تړلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۷ مه) په یوه خبري غونډه کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د روسیې د اقداماتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د امریکا په پرېکړه کې بدلون نه دی راغلی.

په دې وروستیو کې روسیې اعلان وکړ، چې د ترهګرو ډلو له نوملړ د طالبانو د ایستلو په اړه «بیا کتنه» بشپړوي.

متیو میلر وویل: «موږ د نړیوال تروریستي سازمان په توګه د طالبانو نوم نه دی بدل کړی او موږ دې ته دوام ورکوو. د اړیکو عادي کول د طالبانو د بشري حقونو په چلند کې ژور بدلون پورې اړه لري.»

هغه زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه د طالبانو د بشري حقونو د چلند د بدلون په اړه متفقه ده.

ښاغلي میلر په دې غونډه کې وویل، چې امریکا د خپلو شریکانو په همکارۍ پر طالبانو فشار راوړي چې تبعضي فرمانونه لغوه کړي.

هغه ښوونځي ته د نجونو پر تګ او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو اړوند په ټينګار سره وویل: «بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، چې لا هم د طالبانو له خوا تر ظلم لاندې دي، له طالبانو سره زموږ د اړیکو لومړیتوب دی.»

«واشنګټن له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د ترهګريز ګواښ په اړه خبر دی»

۲۳ کاله وړاندې امریکا په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

له ۲۳ کلونو وروسته امریکا له افغانستانه ووتله او طالبان بېرته واک ته ورسېدل او ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې القاعده په افغانستان کې یو ځل بیا فعاله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته تر کومه حده رسېدلې وویل، چې واشنګټن له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د هر ډول ترهګريز ګواښ په اړه خبر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «د افغانستان په اړه زموږ تر ټولو مهم لومړيتوب دا دى، چې هسي نه دغه هېواد يو ځل بيا د امريکا پر ضد د ترهګريز بريدونو په اډه بدل نه شي.»

نوموړي دې ته په اشارې سره، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي بدلون د افغانستان د اهمیت د کمښت په معنا دی، ټینګار وکړ، چې د امریکا په سیاستونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د ټام ویسټ ټولې دندې به د نورو چارواکو له خوا پر مخ وړل کيږي او امریکا به په همدې لومړيتوبونو سره خپلې لارې ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو