نتنیاهو لبنان ته ګواښ وکړ، چې د غزې په څېر به ویجاړ او په کنډواله بدل شي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ لبنان ته خبرداری ورکړ، چې ممکن د "غزې په څېر" ویجاړتیا سره مخامخ شي.

دغه خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي، چې اسراییل د لبنان د سواحلو په سویلي برخه کې د حزب الله په وړاندې خپل ځمکني بریدونه زیات کړي.
له بلې خوا حزب الله هم ګواښ کړی، که اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ نو دوی به د شمالي بندري ښار حیفا په ګډون پر اسراییل بریدونه زیات کړي.
ورته مهال د لبنان د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، په لبنان کې یوازې د دوشنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
له بل پلوه اکسیوس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ناوخته د درېیو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر جو بایډن به د چهارشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د برید د هر ډول پلان په اړه تلیفوني خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو