طالبانو له یونیسف او ډبلیو اېف پي غوښتي، چې د ماشومانو سره د مرستو په وېش کې همغږي وکړي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د یونیسف او خوړو نړۍوال سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ادارې دې د ماشومانو له کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش په کار کې له طالبانو سره همغږي وکړي.

پر دغې ډلې تر دې وړاندې هم داسې تورونه پورې شوي وو، چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې فساد کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان او د یونیسف ادارې له استازو سره د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۷مه) لیدنه کې له یادو ادارو غوښتي چې، د ماشومانو له کورنیو سره د نغدي مرستو وېش دې له دوی سره په همغږۍ ترسره شي.
د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام او د ماشومانو صندوق استازو ته ویلي، چې د ماشومانو له کورنیو سره د نغدي مرستو پرورګرام دې د دوه اړخیز تړون تر لاسلیک وروسته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه سازمانونو بشري مرستې د طالبانو تر مستقیم څار لاندې ترسره کېږي.
تر دې وړاندې هم پر طالبانو داسې تورونه لګول شوي، چې د یادې ډلې تر څار لاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په وېش کې فساد کېږي.
د طالبانو له لوري د بشري مرستو د تالا ترغۍ کولو په دوام د تلې په درېیمه نېټه له هلمند څخه یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته شکایت کړی وو، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بې‌وزلو، کونډو او یتیمانو ته د مرستې ورکولو پر مهال یو شمېر ځايي طالب قوماندانانو د خپلو خپلوانو نومونه د مستحقو کسانو پر ځای پر مرستندویانو په زوره لیکلي و او په دې توګه یې د درغلیو لپاره زمینه برابره کړې وه.

نور خبرونه

رادیو