د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل: «موږ د افغان ښځو غږ اورو او د تاوتریخوالو په اړه مهم راپورونه به یې نړۍ ته وړاندې کړو.»
نوموړې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې تر راتلونکو ۱۶ ورځو به د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي اړوند راپورونه وړاندې کړي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځ په مناسبت د بښنې نړۍوال سازمان یو ۱۶ ورځینی کمپاین په لاره اچولی دی، چې د نومبر له ۲۵مې پیل او د ډسمبر تر ۱۰ مې به چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.
یاد سازمان ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي.
دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځینی کمپاین سره له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.
یوناما زیاته کړې، چې طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر ودروي.
اخوا، یو شمېر معترضو ښځو هم په همدې مناسبت د یوې ویډيو په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې ده.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي: "خپله چوپتیا ماته کړي او له اوسني وضعیت څخه د افغان میرمنو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي."
له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.
له طالبانو او نړۍوالو حخه د ښځو غوښتنې
د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونه او محدودیتونه ددې لامل شوي، چې ۵۷ سلنه ښځو د تېر په پرتله خپل اقتصادي وضعیت ډېر ناوړه بللی دی.
دوی له طالبانو غواړي، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د دوی په خبره، دغه ډله باید د محرم د حتمي شتون شرط لرې کړي.
یادو ښځو دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې نړۍ باید د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.