د افغانستان د ووشو لوبغاړو په ایران کې د سولې او دوستۍ نړۍوال جام اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۳ تله ۱۷

د افغانستان د ووشو لوبغاړو چې د ایران په زاهدان کې د سولې او دوستۍ د جام په دویمه نړۍواله سیالۍ کې ګډون کړی و، د څلورو سرو زرو، دوه د سپینو زرو او دوه نور د برونزو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

د سولې او دوستۍ جام سیالیو کې د درې هېوادونو او څلورو لوبډلو (دوه لوبډلې د ایران) لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې په پایله کې د افغانستان لوبډلې لومړی، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام خپل کړ.
د ووشو دغه سیالۍ د ایران په کوربه‌توب په زاهدان ښار کې ترسره شوې.
د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو لیکلي، چې په دغو سیالیو کې شمس الدین حاجي زاده په ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې، محمد جعفر سلطاني په ۷۰ کیلو ګرامه وزن، نذرالله حیدري په ۹۰ کیلوګرامه وزن، شاه زمان په ۱۰۰ ګیلوګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه، میلاد کاکړ په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې او اسحاقزي په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو مډالونه او امیدالله د ۵۲ کیلوګرامه وزن او عبدالرحمن د ۶۵ کیلوګرامه په وزن کې د برونزو مډالونه وګټل.

نور خبرونه

رادیو