د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې د لوږې د ورکېدو لپاره باید په هغه هېواد کې پانګونه وشي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۷

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې باید د خکو د ځان بسیاینې لپاره پانګونه وشي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۷مه) په اېکس پاڼه لیکلي، هڅه کوي چې په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغوی ته خواړه، نغدې پیسې او نور اړین توکي چمتو او پر هغوی ووېشل شي.
تر دې وړاندې هم دغې ادارې ویلي و، چې د روان کال په ترڅ کې یې شاوخوا څلور مېلیونه ډالر پر اړمنو کسانو په نغدي توګه وېشلي چې د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو نیمايي برخه یې مېرمنې وې.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ګڼ خلک وزګاره شوي او مېرمنې په چورلټ ډول په کور کېنول شوې دي، چې له دې سره د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتیږي او د لوږې کچه هم ورسره مخ په لوړېدو ده.
ګڼو مرستندویه ټولنو د راتلونکي ژمي لپاره لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې او ویلي یې دي، چې د بودجې د کموالي له امله نه شي کولای د ټولو اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو