د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې ارزو احمدي تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې د خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ په وړاندې د لوبې په درېیم راونډ کې ماتې ومنله.
دغې افغانې لوبغاړې په ازادو سیالیو کې تېره شپه د دویم ځل لپاره ماتې ومنله.
د ازادو سیالیو ۱۸ کلنې افغانې لوبغاړې اروز احمدي وړاندې تردې په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه لوبه یې بایللې وه.
د تېرې شپې د سیالۍ په لومړې پړاو کې ارزو احمدي ګټونکي شوه، خو د لوبې په دویم پړاو کې پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ غوره ولوبیدله او تر اروز احمدي یې نمرې ډیرې وې.
د لوبې په درېیم پړاو کې هم مهام بیګ غوره لوبه وکړه او لوبڅارانو د یادې سیالۍ د ګټونکي په توګه پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ اعلان کړه.
۲۴کلنې مهام بیګ ارزو احمدي ته په ماتې ورکولو د خپلو ګټل شویو لوبو شمېر پنځو ته ورساوه.
نوموړي په شپږو لوبو کې یوه لوبه بایللې ده.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې ارزو احمدي او پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ تر منځ دغه سیالۍ د ۵۲ کیلیو په وزن سره په درې پړاونو کې ترسره شوه.