طالبانو د پنجشېر ولایت په مرکز کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نوي زندان د جوړېدو خبر ورکړ.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد زندان د بنسټ ډبره د دې ولایت والي محمد حکیم اغا اېښې ده.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د والي له قوله راغلي، چې د دې مرکزي زندان په جوړیدو سره به د بندیانو ستونزې هوارې شي.
د خبرپاڼې له مخې، دا زندان د پنجشېر د مرکز د بازارک په بهارک سیمه کې د طالبانو د زندانونو د عمومي ادارې په بودیجه جوړېږي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا زندان به له پرانیستو وروسته د زرګونو زندانیانو د ساتلو ظرفیت ولري.
ویل کېږي، چې په دې نوي زندان کې د ورزش، د صنعت زده کړې، تفریح، او د ښوونې او روزنې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
طالبانو په داسې حال کې په پنجشېر ولایت کې د یو نوي زندان د جوړولو خبر ورکړی، چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې د دې ولایت اوسېدونکي نیولي او بنديان کړي یې دي.
دغه ډله تورنه ده، چې د قومي لاملونو له امله د افغانستان په شمال په ځانګړې توګه په پنجشیر ولایت کې خلک نیسي.
که څه هم د نیول شویو پنجشېري کسانو د کره شمېرې په اړه راپورونه نه شته، خو د پجنشېریانو نړۍوالې شورا بیا د زمري په میاشت کې د یو راپور په ترڅ کې وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۸۳ کسان په پنجشېر کې وژلي دي.
سره له دې چې د طالبانو له زندانونو څخه د پراخو شکنجو او ظلمونو راپورونه ورکول کېږي او ان دا مسله د طالبانو مشر هم په دې وروستیو کې منلې ده، خو د دغې ډلې یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي بیا وایي، چې د دوی په زندانونو کې شکنجې نه شته او زندانیانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي.