کرزي له چين څخه غوښتي، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۶

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د چين له سفير سره په لیدنه کې له نوموړي څخه غوښتنه کړې، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي.

نوموړي په دې ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او د سیمې پر اوسنیو حالاتو هم خبري کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په افغانستان کې يې د چين له سفير ژاوشینګ سره کتلي دي.

کرزي له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي: « افغان ځوانانو ته د بورسونو په ورکولو کې د چین له حکومت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوو.»

ښاغلي کزي په دې ناسته کې د سولې او دايمي ثبات د تامین لپاره ملي تفاهم اړين بللی دی.

هغه د افغانستان سره د چین له مرستو مننه کړې او یو ځل بيا یې د نجونو او هلکانو د زده کړو پر رول او اهميت ټينګار کړی دی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې له طالبانو سره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

نور خبرونه

رادیو