په خوست کې د طالبانو والي د اسلامي نظام د قوانینو د ښې پلیتابه په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، د اسلامي نظام قوانین به لومړی په دولتي ادارو او بیا ټولنه کې پلي شي.
عبدالقیوم روحاني وایي، د دغو قوانینو د پليتابه لپاره به د سیمه ییزو ادارو له منځه یو ځانګړی پلاوی هم وټاکل شي.
په خوست ولایت کې د طالبانو والي وایي، د دغه نظام او اسلامي قانون لپاره یادې ډلې ډېرې قربانۍ ورکړې، نو د اسلامي نظام قوانین باید پکې عملي شي.
په دې ناسته کې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف رییس شرف الدین نقراکار هم په خپلو خبرو کې د اسلامي قوانینو پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ډله به د اسلامي نظام قوانین د شریعت په رڼا کې پلي کړي.
په خوست ولایت کې طالب چارواکي داسې مهال د اسلامي قوانینو پر بشپړ پليتابهټینګار کوي، چې یادې ډلې په ټولو دولتي ادارو کې له کارکوونکو د دین اړوند مسایلو په تړاو جبري ازموینې، لمونځ او د ږیرې پرېښودل جبري ګرځولي.
یادې ډلې د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له مخې ټولو دولتي ادارو ته مکتوب استولی، چې دغه قوانین په جدي توګه پلی کړي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یاد وزارت نوی قانون په دې وروستیو کې توشیح کړی، چې د کارپوهانو په باور، په ټولنه کې د طالبانو د سخت دریځیو د زیاتېدو لامل شوی دی.
په دغه قانون کې راغلي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.
د دغه قانون له مخې، د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته له کوره د ښځو وتل او په سپرلۍ وړونکو موټرو کې د نارینه او ښځو يوځای کېدل منع دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نایانو ته خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته د خلکو وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخرېیي، ۱۰ زره افغانۍ به جریمه شي.
که څه هم د افغانانو پروړاندې د طالبانو دغه سخت دریځه چلند په کوردننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ دی، خو طالبان وایي، دوی په ټولنه کې د شریعت پر بنسټ قوانین پلي کوي.