د ایران د بهرنیو چارو وزیر پخواني مرستیال رسول موسوي وایي، چې د مسکو فارمټ ناسته کې ډیپلوماټانو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر پیغام وا نه ورېد او په ژوره توګه یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي وویل، چې د طالبانو له حساسیتونو سربیره بیا هم په دې غونډه کې د ټولګډونه حکومت په جوړولو ټینګار وشو.
موسوی وایي، چې امیرخان متقي په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې له منځه تللي دي، خو په مقابل کې ګډون کوونکو هېوادونو بیا د افغانستان له وضعیت څخه په جدي توګه اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ شپږمه ناسته د جمعې په ورځ د تلې په ۱۳مه په مسکو کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون ترسره شوه.
رسول موسوی چې د افغانستان له مسایلو سره بلد دی او په وروستیو کلونو کې یې د ایران ډیپلوماسي په افغانستان کې مدیریت کړې ده، په خپل ټېلګرام کانال کې لیکلي: "د مسکو غونډې د امیر خان متقي اصلي پیغام چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د نه شتون په اړه و، وانه ورېده او خپله ګډه اعلامیه یې د ترهګریزو او بیلتون غوښتونکو ډلو د شتون په اړه له ژورې اندېښنې سره پیل کړه، چې د نړۍوال او سیمهییز امنیت لپاره یې جدي ګواښ جوړ کړی دی.'"
یاد پخوانی ایرانی چارواکی وایي، چې په دې غونډه کې همداراز له طالبانو څخه غوښتنه وشوه، چې د بهرنيو وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو او له ترهګرو سره د جدي مبارزې لپاره اقدام وکړي.
د نوموړي په وینا، د مسکو په ناسته کې یو ځل بیا د ټولګډونه حکومت په جوړیدو ټینګار وشو چې د بېلابېلو قشرونو، په ځانګړې توګه د ښځو او قومي ډلو د استازو شتون په کې په پامې کې ونیول شي او دا هغه موضوع ده چې طالبان یې پروړاندې حساس دي او په خپلو چارو کې یې لاسوهنه بولي.
نوموړي زیاته کړه: «افغانستان زمونږ ګاونډی دی او اړتیا ده، چې د افغانستان اړوند ټولې پرېکړې د ګاونډیتوب د سیاستونو په چوکاټ کې وشي.»
د مسکو د فارمټ د ناستې په پای کې د هېوادونو استازو په یوه اعلامیه کې د افغانستان د وضعیت په اړه په جدي توګه اندېښنه څرګنده کړه.