سرچينه: په ارزګان کې په يو هدفي بريد کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی

AP ۱۴۰۳ تله ۱۴

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د ارزګان د مرکز ترينکوټ په کرنا سيمه کې په مخامخ ډزو کې يو کس وژلی او بل يې ټپي کړی دی.

د پېښې اصلي انګيزه لا نه ده معلومه.

په ارزګان کې د طالبانو امنيه قومنداني هم دغه پېښه تایيدوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني د شنبې په ورځ د دغه پېښې اړوند سيمه یيزو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

بلال زياتوي، چې وژل شوی او ټپي دواړه ملکي کسان دي او پېښه تر څېړنې لاندي ده.

وړاندي تر دې هم په ارزګان کې ورته پېښې رامنځ ته شوي، چې طالبانو یې لامل شخصي دوښمنۍ بللي وې.

نور خبرونه

رادیو