د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې د امنیت په برخه کې ګډو ګټو ته په کتو سره افغانستان او د سیمې هېوادونه د مسکو له غونډې ډېرې تمې لري.
ښاغلي اتمر په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د یو مشروع حکومت له رامنځ ته کېدو پرته، د دغو ګټو تامین ناشونی دی.
د نوموړي په وینا، یو مشروع حکومت د ډیکتاتورۍ له لارې نه، بلکې د خلکو د رایو پر بنسټ جوړېدلی شي.
ښاغلي اتمر همداراز زیاته کړې ده، چې د مسکو فارمټ غونډې د ګډونوالو له پاره د ګډو ګټو د ترلاسه کولو ښه لاره دا ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې پر مخ ولاړ شي.
د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې له دې موخو څخه هر ډول انحراف ګډو ګټو ته زیان ورسوي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې دغه فارمټ باید له غیر طالب افغانانو سره تعامل وکړي او په افغانستان کې د سیمهییز او نړۍوال اجماع پر ټینګښت ټینګار وکړي.
ښاغلی اتمر وایي؛ که څه هم افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې له ډېرو ناخوالو سره مخ و، خو اوس باید دغه هېواد د سیمه ییزو او نړۍوالو همکاریو لومړیتوب وي.
د مسکو فارمټ اوسنۍ ناسته به تر ډېره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشهیي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل په برخو راټوله وي.
په دې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازو ګډون کړی دی.
د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د روسیې د امنیتي سازمان مشر ویلي، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د اېستلو په اړه "بیا کتنه" بشپړوي.
الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د داعش خراسان او په دغه هېواد کې مېشتو نورو ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې شي.