طالبانو نږدې دوه میاشتې مخکې د پخواني جمهوریت یو افسر نیولی او سخت یې شکنجه کړی دی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې یاد کس نظر محمد نومیږي او شاوخوا څوارلس کاله یې په تېر نظام کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې وه.
د سرچینې په خبره، نظر محمد په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ غوښتی و او تر نیولو وروسته یې بند کې سخت شکنجه کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاد افسر له نیولو پنځلس ورځې وروسته د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوی او تر اوسه یې برخلیک روښانه نه دی.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته همداراز ویلي؛ سره له دې چې د یاد افسر کورنۍ څو ځلې هڅه کړې، چې له نظر محمد سره وګوري خو طالبانو اجازه نه ده ورکړې.
سرچینه وایي، چې دغه افسر د پکتیکا ولایت د وازیخواه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او له خپلې کورنۍ سره په همدې ولسوالۍ کې اوسېده.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ملا هبت الله عمومي عفوه اعلان کړې، خو د طالبانو امنیتي ادارو او استخباراتو د تېر نظام لسګونه افسران او د دولت کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او ان د یو شمېر نیول شویو کسانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په تېر نظام کې د زرګونو افسرانو شاملېدل او روزل چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د جمهوریت له مهمو لاسته راوړنو څخه بلل کېده، د افغانستان له سقوط سره دغه امنیټي ځواکونه دړې وړې شو.
که څه هم د جمهوریت له سقوط سره د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون سلګونه پوځيان له افغانستانه وتلي، خو ډېر شمېر افسران بیا اوسمهال په افغانستان کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
د بشري حقونو لسګونه ملاتړو ادارو په وار - وار پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې له زور زیاتي، د پوځيانو له نیولو او وژلو او ظلم څخه لاس واخلي، خو طالبانو تر اوسه هم په هېڅ برخه کې خپله تګلاره بدله کړې نه ده.