د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، د ښځینه شل اوریز کرېکټ نړۍوال جام نن د اکټوبر په درېیمه د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب پیلیږي.
په ښځینه نړۍوال جام سیالیو کې د لسو هېوادونو ښځینه لوبډلې ګډون لري.
د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، د ۲۰۲۴ کال د ښځینه شل اوریز نړۍوال جام د بنګله دېش او سکاټلنډ د ښځینهوو لوبډلو په لوبه پیلیږي.
د ښځینه نړۍوال جام لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې په ځايي وخت د ماسپښین په دوه بجو پیلیږي.
د ښځینه نړۍوال جام لپاره په متحده عربي اماراتو کې دوه لوبغالي چمتو شوي.
د لومړۍ ورځې دویمه لوبه د پاکستان او سریلانکا ښځینه لوبډلو ترمنځ په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې په سیمه وخت شپږ بجې تر سره کېږي.
د ۲۰۲۴ کال د ښځینه شل اوریز نړۍوال جام کې د لسو هېوادونو لوبډلې د یوبل په وړاندې په دوو ګروپونو کې لوبېږي.
د دغه جام په (الف) ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ ، سریلانکا او پاکستان لوبډلې یوځای شوې دي.
او په (ب) ګروپ کې بنګله دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سوېلي افریقا، او وېسټ انډیز لوبډلې سره یوځای دي.