د کراچۍ پولیس وايي، د افغانانو یوه څلور کسیزه ډله یې نیولې، چې په دغه ښار کې یې جرایم ترسره کول.
پولیس ادعا کوي، چې «نیول شویو څلورو تنو کراچۍ کې د شتمنو خلکو د کورونو په لوټلو کې لاس درلود».
د کراچۍ د تیموریه سیمې پولیس قوماندان شاهد تاج پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې دا ډله یې پرون د کراچۍ په شریف اباد کې تعقیب کړه او د دوه اړخیزې نښتې پرمهال د ډلې یو غړی په ملا مشهور خان محمد ووژل شو او نور غړي یې په ټپی حالت کې ونیول شول.
د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د رپوټ له مخې، نیول شوي کسان محمد حسن، محمدخان، دادمحمد او انور احمد یاد شوي.