بابر اعظم د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړه

AP ۱۴۰۳ تله ۱۱

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نور نه غواړي د لوبډلمشر په توګه دغه دروند مسوولیت پر مخ یوسي.
بابر اعظم ویلي، غواړي په لوبډله کې پر خپلې توپ وهنې ډېر تمرکز او پرمختګ وکړي.

نوموړي لیکلي:« ما پرېکړه وکړه، چې د پاکستان د نارینه‌و د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړم. دا د ویاړ خبره ده، چې د لوبډلې مشري مې کوله؛ خو اوس زما لپاره د دې وخت را رسېدلی، چې استعفا ورکړم او په لوبډله کې پر خپلې توپ وهنې تمرکز وکړم.»
نوموړي پر توپ وهنه تمرکز او له کورنۍ سره د وخت تېرول له لوبډلمشرۍ څخه د استعفا کولو د دلیل په توګه یاد کړي دي.
نوموړي لیکلي:« لوبډلمشري یوه ګټوره تجربه وه؛ خو زه غواړم خپل فعالیت ته لومړیتوب ورکړم، له خپلې توپ وهنې څخه خوند واخلم او د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړم، هغه چې ماته خوښي رابخښي.»
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم تېر کال په نړۍوال جام کې له پرله پسې ماتو وروسته هم استعفا ورکړې وه.
نوموړی د روان کال په مارچ میاشت کې یوځل بیا د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.
بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه د پاکستان لپاره ۴۳ یو ورځنۍ لوبې کړې، چې له دې ډلې ۲۶ یې ګتلې او ۱۵ بې بایللې دي.
همدارنګه د بابر اعظم په لوبډلمشرۍ ۸۵ شل اوریزې لوبې ترسره شوې، چې ۴۸ یې ګتلې او ۲۹ یې بایللې دي.

نور خبرونه

رادیو