له پلازمېنې کابل څخه یوه ډله جراحي ډاکټران د غزني ولایت ته رسېدلي، چې د «پرې شونډو ماشومانو» درملنه وکړي.
دغو ډاکټرانو سیمهییزو رسنیو ته ویلي، دوی د هغو ماشومانو درملنه کوي چې کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د خپلو ماشومانو د درملنې پیسې نه لري.
د دغې ډلې مشر عبدالغفار غیور وايي، دوی د هغو ماشومانو چې پرې شونډې او عمرونه یې له اتو کالو کم وي وړیا درملنه کوي او د هغو کسانو چې په ستوني کې ستونزه وي او عمرونه یې له ۱۵ کالو پورته وي هم په وړیا توګه جراحي عملیاتونه تر سره کوي.
دغه ډله ډاکټران هره ورځ د ۲۰ ماشومانو په شاوخوا کې د پرې شونډو ماشومانو جراحي عملیاتونه کوي او ښايي چې د دوی دغه چاره څو ورځې نور هم وخت ونیسي.
ډاکټران د پرې شویو ماشومانو د ناروغۍ لاملونه، د مېندوارۍ پر مهال د مېندو د په خپل سره درملو کارونه، د سم روغتیايي رژیم نشتوالی، هورموني ستونزې او د مېندو او پلرونو لهخوا د نشهیي توکو کارول بولي.
د افغانستان په ډېرو ولایتونو او لرې پرتو کلیو بانډو کې ګڼ ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته دي، چې تر ډېره یې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د هغوی په درملنه کې پاتې راځي.