د طالبانو له خوا زنداني شوی محصل زین العابدین کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د ګیله من وزیر د انځور د خپرولو له امله زنداني کړی دی.
د زین العابدین کورنۍ وايي؛ له یوې میاشتې راهیسې نوموړی پرته د محکمې له حکمه د طالبانو په بندخونه کې دی.
د کورنۍ د وینا له مخې؛ زین العابدین د خوست شیخ زاید پوهنتون اخري سمستر محصل دی.
د کورنۍ غړي وايي، چې د خوست د باک ولسوالۍ لپاره د طالبانو تروریزم مدیر هغه په خپل سر زنداني کړی دی.
زین العابدین کورنۍ همدراز وايي، چې یوه میاشت وړاندې د باک ولسوالۍ ځايي طالبانو یې پر کور چاپه واچوله او د نوموړی لاسونه ور ولچک کولو سره له ځان سره یوړو.
کورنۍ یې نیوکه کوي، چې د یوې میاشتې په تېرېدو سره تر اوسه زین العابدین د طالبانو هېڅ کومې محکمې ته نه دی وړاندې شوی او نه یې هم د دوسیې څرک لکیږي.
کورنۍ غړی: «زین العابدین د طالبانو په شخصي زندان کې د سختو شکنجو لاندې دی او دا شکنجه د قانون له مخې نه بلکې د عقدوي چلند له مخې ده.»
دغه کورنۍ د طالبانو له مشرانو غواړي، چې له دوی سره د روان ظلم مخه ونیسي او انصاف دې ورکړي.
زین العابدین کورنۍ وايي، چې د باک ولسوالۍ ځايي طالبانو له خوا ګواښل کیږي، چې د دغه روان ظلم پر وړاندې غږ پورته نه کړي.
ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه و، چې د هغه د وژل کېدو وروسته په نړۍ کې د افغانانو غبرګونونه راپارول.
ګېلامن وزیر د لوي افغانستان د جوړېدو سرسخته ملاتړی و او تل به یې په انځورونو کې د افغانستان ملي بېرغ لرلو تر څنګ د پاکستان پوځ پر ضد څرګندونې کولې.
شاعر ګیله من وزیر نه یوازې په پښتونخوا کې بلکې په افغانانو کې هم ځانګړي مینوال لري.
د نوموړي د وژل کېدو وروسته افغانانو د هغه مړینه وغندله او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له کورنۍ سره په پراخه کچه غمرازي وکړه.
خو په افغانستان کې طالبانو د ګیله من وزیر مینوالو اجازه ور نه کړه، چې د هغه غایبانه جنازه وکړي او یا هم فاتحه واخلي.
طالبانو نه یوازې په خوست بلکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هغه افغانان ونیول، چې د ګیله من وزیر انځورنه یې په خپلو ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي وو.
زین العابدین سربېره یو شمېر ځوانان چې د ګیله من وزیر د انځورو خپرولو په جرم نیول شوي دي، بلکې په ډېرو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.
له دې وړاندې د ګیله من وزیر ورور پر طالبانو غږ کړی و، چې د ګیله من وزیر د فکر په لارویانو دې فشار نه راوړي.