د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په لغمان ولایت کې یې درې کسان د همجنسبازۍ او "اخلاقي فساد" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
طالبانو له دغو کسانو څخه یو یې په څلور کاله او شپږ میاشتې بند او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سترې محکمې «د تلې ۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د لغمان ولایت د ښاري ابتدایي محکمې د حکم پر اساس په بند محکوم شول.
په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د تطبیق په اړه له نړۍوالو غبرګونونو سره - سره طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په دورو وهي.
تر دې مخکې دغې ډلې په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تیښتې او د واده پرته د جنسي اړیکې نیولو په تور په دورو وهلې وه.